د روسیې تور؛ اوکراین هغه الوتکه ویشتلې چې د خپل هېواد بندي سرتیري یې په کې سپاره وو

د روسیې تور؛ اوکراین هغه الوتکه ویشتلې چې د خپل هېواد بندي سرتیري یې په کې سپاره وو


  • 7 مياشتي دمخه (25/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 308

د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې اوکراین په بلګرود ښار کې هغه الوتکه ویشتلې، چې اوکرایني بندیان په کې سپاره وو.
په دغه  « IL-76 » الوتکې ۶۵ اوکرایني سرتیري سپاره وو، چې د روسیې سرتېرو په بدل کې تبادله کېدل.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په خارکیف کې د اوکراین سرتېرو پر دغې الوتکې دوه میزایل ورتوغولي دي.

که څه  هم روسیې دا یو تروریستي عمل ګڼلی؛ خو بل لورته بیا د اوکراین جمهور رییس ویلي، چې دوی په دې اړه هیڅ مالومات نه لري.
ویلادمیر زیلنسکي ویلي، روسیه د دوی د بندیانو پر ژوند او د هغوی د کورنیو پر احساساتو لوبې کوي او په کار ده چې په دې اړه نړیواله پلټنه وشي.

بل پلو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې په دې اړه به یوه غونډه وکړي.