مولوي کبیر: د دوحې په ناسته کې د ګډون بلنه راکړل شوې

مولوي کبیر: د دوحې په ناسته کې د ګډون بلنه راکړل شوې


  • 11 مياشتي دمخه (26/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 358

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وايي، د دوحې په ناسته کې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه ورکړل شوې.

نوموړي تېره ورځ د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پال کلومن بکر سره په لیدنه کې ویلي چې دوی د نجونو د زده کړو خلاف نه دی، او په دې اړه د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه یوه ځانګړې کمېټه کار کوي، ترڅو د نجونو زده کړو ته زمینه برابره کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې مولوي کبیر ویلي، ټي ټي پي په افغانستان کې ځای نه لري او داعش ډله هم په بشپړ ډول ځپل شوې.

مولوي کبیر له ناروې او نورو اروپايي هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.

په همدې حال کې پال کلومن ویلي، په نړۍ کې له روانو کړکېچونو سره سره بیا هم افغانستان هیر شوی نه دی او د فبروري په اتلسمه به په دوحه کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه ترسره شي.

هغه ویلي، هېواد یې له کډوالو سره د مرستې په برخه کې ۷ میلیونه او د طبیعې پېښو له کبله ځپل شویو سره یې ۳ میلیونه ډالر ځانګړي کړي.
بکر یو وار بیا له اسلامي امارت غوښتي چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د دوحې ناسته شوې، خو اسلامي امارت ته په کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.