کابل د دوشنې په ورځ د یوې مهمې ناستې کوربه دی

کابل د دوشنې په ورځ د یوې مهمې ناستې کوربه دی


  • 11 مياشتي دمخه (27/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 356

د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان به په راتلونکو څو ورځو کې د یوې مهمې ناستې کوربه وي.
د یاد وزارت مرستیال سید رسول موسوي پر اېکس پاڼه راغلي چې افغانستان به د سیمې په کچه د جوړېدونکې ناستې کوربه وي.

نوموړي ویلي چې دغه ناسته کې به د ایران په شمول د پاکستان، روسیې او چین استازي هم ګډون وکړي.

دوحه کې د اسلامي امارت سياسي دفتر مشر سهیل شاهین رسنيو سره په خبرو کې بیا څرګنده کړې چې دغه غونډه به د را روانې دوشنبې په ورځ په افغانستان کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په کابل کې د سیمې هېوادونو سفیرانو او استازو د اوسني حکومت د بهرنیو چارو له سپرست وزیر سره کتلي وو.