راستنو شویو افغان کډوالو ته ځمکې وېشل کېږي

راستنو شویو افغان کډوالو ته ځمکې وېشل کېږي


  • 7 مياشتي دمخه (27/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 299

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير تورخم ښارګوټي ته د سفر پرمهال ویلي چې د راتلونکي پسرلي له پيل سره له پاکستان څخه راستنو شويو افغانانو ته د استوګنې او کرنيزو ځمکو وېش پيلېږي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حقاني هلته له خلکو سره د خبرو پر مهال وويل، له اړونده وزارتونو سره په ګډه د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو په حل کې عملاً په اقدام بوخت دي او هڅه يې دا ده چې د راتلونکې پسرلي له پیل سره به راستنو شویو افغانانو ته د استوګنې او کرنیزو ځمکو وېش پیل شي، چې له پخوا په دې برخه کې لا ډېر کار شوی.
دغه راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري وویل، د افغان حکومت بهرنۍ پالیسي ډېره واضحه ده او غواړي خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې او دوستانه اړیکې ولري.
د یادونې وړده چې څلور میاشتې مخکې پاکستان له دغه هېواد څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو په زوره د ویستلو اعلان وکړ او د معلوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.