يو كلي يو محصول (One Village One Product)


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزى
  • 1459

نړيوال څېړونكي تل په دې هڅه كې دي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خپلو هېوادونو د خلكو د اقتصاد د پياوړي كولو او د بېوزلۍ د كچې د راټيټولو لپاره نوې  نوښتونه وكړي او دفقر د كمزوري كولو لپاره نوې حل لارې  راوباسي.
د [يو كلي، يو محصول] پروگرام طرحه يو له همدغو نوښتونو څخه  و چې څه ناڅه ۲۷ كاله دمخه د جاپان په Oita Prefecture   كې رامنځته شوه. پر ۱۹۷۹ ميلادي كال د جاپان يو شمېر څېړونكي په دې فكر كې شول چې څنگه خپلو كليوالي محصولاتو ته نړيوال  وياړ ترلاسه كړي اوله دې لارې هم د خپل هېواد محصولات  نورو هېوادونو ته ورسوي او هم د خلكو اقتصادي حالت له لړزانده حالت نه راوباسي ترڅو له دولت نه د ولس توقعات كم شي. د Oita Prefecture والي ددغه نوښت رهبري پر غاړه واخيسته، لومړى  يې له دغه پروگرام سره د خلكو د اشنا كولو په موخه يو گټور كمپاين وكړ، بيا يې د گڼو ټرينرانو له لارې خلك وروزل چې څنگه خپل محصولات ملي او بين المللي ماركيټونو ته د خرڅلاو لپاره تيار كړي او ددې تر څنگ ده په خپله د يوه دولتي استازي په توگه  په خپله د محصولاتو د انتقال، خرڅلاو  او تبليغاتو د چارو مسئوليت  پر غاړه واخيست.، چې په پاى كې دې كار اغېزمنه پايله درلوده او زياتو خلكو ته د خپلو كليو د محصولاتو او لاسي صنايعو د توليد او خرڅلاو له بركته ډېر سهولتونه او فرصتونه برابر شول.
دجاپان د Oita تر دغه نوښت وروسته  دې كار ته د يو شمېر نورو هېوادونو پام هم واوښت او دغه نوښت يوه نړيواله پاملرنه ځانته واړوله. چين، ماليزيا، تايلند، جنوبي كوريا، جنوبي افريقا، كوسوو، د امريكا متحده ايالات، پاكستان، هندوستان، هانگ كانگ او يو شمېر نورو هېوادونو دغه پروگرام په خپلو سيمو كې عملي كړ او ښه پايله يې ترې واخيسته.
جاپان اوس له ۷۹ هېوادونو سره په گډه كار كوي چې ددغه پروگرام له لارې د كليوالي سيمو د بېوزلۍ د كچې په راټيټولو كې مرسته وكړي او دخلكو د اقتصادي حالت په ښه والي كې برخه واخلي، ددغه پروگرام لپاره درې اصله په نظر كې نيول شوي:
- نړيوال فكر او كليوال عمل.
- دملي او بين المللي توليداتو تخليقول چې د محلي كلتور وياړونو ته انعكاس وركړي.
- پنځونه او ناپيېلتوب.
ددغو درېيو اصلونو يا پرنسيپونو  په نظر كې نيولو سره كليوال بشپړ واك لري چې ځانته پروژې وټاكي، كليوالو ته ددې واك او صلاحيت هم وركړل شوى چې په دوو، درېيو او ان په څلورو كليو يو محصول انتخاب كړي او هغه په گډه ماركيټ ته وباسي، كه د درېيو كليو خلك په گډه دخپلو كليو د كبانو، سبزيو او يا هم لاسي صنايعو محصول غوره كوي هغوى كولاى شي يو يا دوه له دغو محصولاتو نه چې غوره كړى يې دى  په پرمختللي توگه تيار كړي او بيا يي ملي او بين المللي ماركيټونو ته دخپلو كليو په نومونو راوباسي دولت ژمن دى چې د ماركيټ او بازار په پيدا كولو كې ورسره مرسته وكړي. په ځينو هېوادونو كې داسې هم شوي چې يوې ولسوالۍ په گډه يو محصول خوښ كړى كله چې يې محصول تيار شي په گډه يې بازار ته د خپلې ولسوالۍ په نامه راوباسي او له دې لارې خپلې ولسوالۍ ته هم پيسې لاسته راوړي او هم ملي او بين المللي وياړ. د بېلگې په توگه په تايلند كې همدغه پروگرام د[يوې  كېږدۍ او يو محصول]  په نامه پلى شوى چې له لارې يې ديوې ولسوالۍ  خلك د خپلو كېږديو محصولات يانې لاسي صنايع په گډه بازار ته وړاندې كوي او له دې لارې خپل اقتصاد پياوړى كوي. دا د كليو د خپلې خوښې كار دى چې يو يا يو دوه محصوله غوره كړي، دولت ددوى د پروژو په انتخاب كې لاسوهنه نه كوي ، دولت په دغه پروگرام كې يوازې د مرستيال او يا هم بازار موندونكي او اسانوونكي رول ترسره كوي. هڅه كوي نړيوالو ماركيټونو ته دغه محصولات وباسي، نړيوال تجاران يې اخيستو ته چمتو كړي  او ان نړيوالې ايجنسۍ  وهڅوي چې ددغو محصولاتو په لېږد رالېږ كې مرسته وكړي.
وروستى هېواد چې دغه پروگرام په كې پلى شو د نيپال هېواد دى چې هغه هم د افغانستان غوندې د يوه جگړه ځپلي او ددريمې نړۍ د هېوادونو په كتار كې راځئ. د ۲۰۰۶ كال  په وروستيو كې نړيوالو په ځانگړي توگه جاپان ددغه پروگرام لمنه نيپال ته هم وغځوله، دا چې نيپال هم د افغانستان غوندې كليوالي محصولات زيات لري او څوك ورته د بازار موندلو په فكر كې نه دى نو تمه كېږي  چې دغه پروگرام به د نړۍ د نورو هېوادونو په څْېر هلته هم بريالى شي او ښې لاسته راوړنې به ولري.
په افغانستان كې كه څه هم تر اوسه د يو كلي يو محصول په نامه كوم خاص پروگرام پلى شوى نه دى،خو ددغه پروګرام په اړه څيړنې او سروې ګاني پيل شوي همدا راز ځينو نړيوالو موسسو او ارگانونو له لارې دې ته ورته يوه هڅه شوې چې د افغانستان د كليوالي سيمو محصولاتو ته نړيوال بازار پيدا كړي او دغه كليوالي زيار ته يو نړيوال افتخار ور په برخه كړي.  په ختيځو ولايتونو كې د بديل معيشيت پروگرام  د څلورو ختيځو ولايتونو(نورستان، كونړ، لغمان، ننگرهار) محصولات لكه تركاري، ميوه جات او لاسي صنايع په عصري شكل برابروي او بيا دغو محصولاتو ته د بازار موندلو هڅه كوي چې ددوى د هڅو له لارې تر اوسه پورې دغو محصولاتو د ايساف او ائتلافي ځواكونو  مركزي كمپونو، ددوبۍ ځينو هوټلونو، كابل سرينا هوټل  او يو شمېر شخصي  پلورنځيو ته لاره پيدا كړې او هلته يې اغېزمنه پايله وركړې ده.
ددې تر څنگ د بديل معيشيت په نامه دغه اداره هڅه كوي د ختيځو ولايتونو دغو محصولاتو ته لازم  تبليغات هم وكړي چې تر اوسه پورې يې په نړيواله كچه ددوبۍ د سبزيجاتو او ميوه جاتو په نمايش
(Dubai Vegetable and Fruit Exhibition) كې او په ملي كچه د كابل په ځينو نمايشونو كې برخه اخيستې او دغه مېوې يې په ډېر ښكلي شكل خلكو ته وړاندې كړي.  د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت هم په همدې فكر كې دى چې په اغېزمنه توگه ددغه پروگرام پلي كولو ته لاره اواره كړي،  زما په نظر كه چېرې دغه پروگرام ته پراختيا وركړل شي نو زموږ كليوال به هم د نورو هېوادونو په څېر پر خپلو پښو  ودرېږي او اقتصادي وضعيت به يې له دې متزلزل حالت نه لږ څه راووځي، هم به د لرې پرتو سيمو خلك د خپلو كليوالي محصولاتو د زيار لاسته راوړنه وگوري او هم به د خپلې سيمې او هېواد لپاره يو نړيوال  وياړ ترلاسه كړي.