د هېواد په ځینو سیمو کې د اورښتنو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی

د هېواد په ځینو سیمو کې د اورښتنو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی


  • 11 مياشتي دمخه (27/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 438

د هوا پېژندنې ادارې نن او د همدې اوونۍ تر دوشنبې ورځې پورې د هریرود، هلمند، شمال، کابل او پنج امو په ځینو سیمو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی. 

د یادې ادارې د خبر پاڼې له مخې، د واورو ویلې کېدو او بارانونو اوبو له امله د اوبو د کچې د زیاتوالي دغه اټکل د کوشک او کاشان، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب، ترنک، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، میدان وردګ، غوربند، پنجشېر، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان سیندونو او سیلبرونو په سیمو کې شتون لري.  

په ورته مهال دغه اداره د یادو سیمو په اوږدو کې اوسېدونکو هېوادوالو ته خبرداری ورکوي، چې احتمالا د اوبو د سحطې له لوړېدو څخه خبر اوسي او د خپل ځان او مالونو د خوندیتوب لپاره لومړني اقدامات وکړي.