نوري: ډېورنډ فرضي کرښه په رسمیت نه پېژنو

نوري: ډېورنډ فرضي کرښه په رسمیت نه پېژنو


  • 11 مياشتي دمخه (28/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 347

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي، له پاکستان سره رسمي کرښه او صفري نقطه نه لري او ډېورنډ کرښه یوه فرضي کرښه ده، چې دوی یې په رسمیت نه پېژني.

ملا نورالله نوري د کډوالو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره یو ځای تورخم ته د خپل سفر پرمهال ویلي، د دغې کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري یو شمېر مشکلات رامنځته کېږي، چې  سرپرست حکومت ورته تل متوجه دی.

ملا نورالله نوري تورخم ته داسې مهال سفر کوي، چې د پاکستان حکومت یوولس ورځې له افغانستان سره ټولې لارې د تګ راتګ پرمخ تړلې وې.