زکام او حساسیت څه ډول ناروغۍ دي او درملنه یې څنګه کېدای شي؟

زکام او حساسیت څه ډول ناروغۍ دي او درملنه یې څنګه کېدای شي؟


  • 5 مياشتي دمخه (28/01/2024)
  • ډاکټر امان شمس
  • 536

زکام او په عامه اصطلاح حساسيت جلا جلا ناروغۍ دي او واکسين نه لري.

توضيح:

الرجېک رېنايټِس چې په عامه اصطلاح خلګ حساسيت يا الرجي ورته وايي د پوزي د ننه برخه د ګل له ګردې (د ګل د منځ ژيړبخونه ماده)، دوړو او ګرد، يا د ځني حيواناتو له پو ستکې چې وړې وړې زري د پخي پشان را جلا کيږي حساسيت لري او د پوزي په د ننه برخه کې د پاړسوب باعث ګرزي. دغه پاړسوب د زکام په شکل اعراض يعني پرنچل، د پوزي خارش او بنديدل منځ ته راوړي او ډير وخت دوام کوي. د دې حالت اِميون تېرافي (يا په اصطلاح واکسين) عموماً پس له ډيرو ټسټونو مشخصو ناروغانو ته په خاصو مرکزونو کې ورکول کيږي او په عادي روغتونونو او کلېنېکونو کې نه کيږي او نه بايد وشي.

 

که تاسو حساسيت/ الرجي (الرجېک رېنايټِس) لرئ کولای شئ چې له لاندې درملنې څخه کار واخلئ:

 

- د امکان تر حده له هغو شيانو د ځان ساتل چې دغه اعراض منځ ته راوړي

- د نهايي رقيق مالګوبي (0.9%) سوڼ کولو پواسطه د پوزي د ننه برخې مېنځل

- خلګ کولای شي Cetirizine او يا Loratadine درملو څخه استفاده وکړي. دغه درمل په ډيری هيوادونو کې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري

 

که مو اعراض له پورته درملنې سره ښه نه شول نو کورته نېږدې له يو ډاکټر سره مشوره وکړئ.