امریکا وايي چې په غزې کې د دوه میاشتنې اوربند په اړه خبرو کې چې ۱۰۰ تنه نیول شوي اسراییلیان به هم په کې خوشې شي؛ پرمختګ شوی.
رویټرز خبري آژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې دا خبرې دویمې مرحلې ته رسېدلې دي.
ټاکل شوې چې د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر ویلیم برنز په فرانسه کې له خپل اسرائیلي سیال دیویډ بارنیا، د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او د مصر د استخباراتو له مسئول سره وویني.
تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په تیلیفون کې خبرې وکړې.
که خبرې کامیابې شي، په لومړۍ مرحله کې به حماس یرغمل شوې ښځې، محسن کسان او زخمیان خوشې کړي بیا به حماس او اسرائیل په لومړیو ۳۰ ورځو کې دا اوربند عملي کوي.
په دویمه مرحله کې به د اسرائيل دوه نیول شوي عسکر او ولسي نارینه پرېښودل شي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۲۶۰۰۰ کسان وژل شوي دي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.