پاکستاني پولیسو د عمران خان پلویان وهلي

پاکستاني پولیسو د عمران خان پلویان وهلي


  • 7 مياشتي دمخه (29/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 366

په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران خان لسګونه زرو پلویانو پراخې مظاهرې وکړې چې سلګونه کسان یې د سرپرست حکومت لخوا نیول شوي.
که څه هم وار له مخه په دې انتخاباتو کې د تقلب او په دې بهیر کې د پوځ د لاسوهنې ادعاوې شوي خو   عمران خان چې د فساد په یوه قضیه کې د محکوم کیدو له کبله بندي دی، د خپل ګوند کاندیدانو ته ویلي چې انتخاباتي غونډې وکړي او رایه ورکوونکي دې وهڅوي چې په ملي او ولایتي انتخاباتو کې برخه واخلي.
پولیسو د کراچۍ په ښار کې د عمران خان د زرګونو پلویانو د ځپلو لپاره چې په مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه له اوښکې بهوونکي ګاز او ډنډو څخه کار اخیستی.
پولیس استدلال کوي چې د تحریک انصاف ګوند مشرانو د دې مظاهرې د کولو لپاره اجازه نه وه اخیستې.
دا مظاهرې داسې مهال شوي چې د پاکستان د سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ په حکومت دا تورونه ډیر شوي چې د انتخاباتو وړاندې یې د بیان په آزادۍ محدودیتونه ډیر کړي.