اردن کې پر امریکايي اډې برید؛ لږ تر لږه ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اردن کې پر امریکايي اډې برید؛ لږ تر لږه ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 11 مياشتي دمخه (29/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 416


د سوریې پولې ته  څېرمه د اردن په خاوره کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د امریکا وسله والو ځواکونو ددې برید دتایید ترڅنګ ویلي،  ښایي دا برید په سوریه کې مېشتو ایران پلوه وسله والو ډلو کړی وي.
بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن دا برید په کلکه غندلی دی، سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر دې برید سخت خواشیني شوي او د قربانیانو کورنیو سره په دې غم کې شریک دي.
جو بایډن ویلي دي چې د دغو عسکرو تعهد ته په کتو به «له ترهګرۍ سره مبارزه روانه» ساتي او په دغه برید کې دخیل او مسئول کسان به پیدا او حساب او کتاب ورسره وکړي.
د یادونې ده چې په غزه کې د فلسطینیانو او اسراییل ترمنځ تر جګړې وروسته په سیمه کې پر امریکایي ګټو او ځواکونو بریدونه زیات شوي دي