د روڼتیا نړیوال سازمان: افغانستان د فساد ضد مبارزه کې شاتګ کړی

د روڼتیا نړیوال سازمان: افغانستان د فساد ضد مبارزه کې شاتګ کړی


  • 11 مياشتي دمخه (30/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 358

د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان د نړۍ ۱۸۰ هېوادونو له ډلې د اداري فساد شتون له اړخه ۱۶۲م هېوا دی چې د تېر کال په پرتله شاتګ ښیي.

دغه سازمان د ۲۰۲۳م کال راپور کې چې نن (سې شنبې) خپور شوی ویلي، چې افغانستان په ۲۰۲۲م کال کې په ۱۵۰م ځای و خو اوس د منفي څلورو نمرو په اخیستو سره ۱۶۲م ځای ته پورته شوی دی.

په دغه راپور کې، افغانستان د روڼتیا له سلو نمرو یوازې شل اخیستي دي.

د راپور له مخې، د نړۍ تر ټولو روڼ هېواد ډنمارک او تر ټولو فاسد هغه سومالیا دی.