کندهار کې د پخواني حکومت چارواکی ګل آغا شېرزی د مرګ له خولې ژغورل شوی

کندهار کې د پخواني حکومت چارواکی ګل آغا شېرزی د مرګ له خولې ژغورل شوی


  • 9 مياشتي دمخه (31/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 496

سیمه ییز چارواکي وايي، چې په کندهار کې د جمهوریت پرمهال د ننګرهار والي «ګل‌اغا شېرزی» د مرګ له خولې ژغورل شوی دی. 

د کندهار د امنیې قومنداني ویاند اسدالله جمشېد وايي چې ګل‌اغا شېرزی د یاد ولایت ډنډ ولسوالي کې د سېلاب اوبو کې ایسار پاتې و چې د سیمې اوسېدونکو او امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوی دی.

د نوموړي په وینا، شېرزي غوښتل چې د ډنډ ولسوالي د «روح‌اباد ډورۍ» په مانده سیمه کې له سېلابه تېر شي، خو موټر یې په‌کې ايسار پاتې شوی و.

له ګل‌اغا شېرزي سره په موټر کې درې نور کسان هم سپاره وو چې د جمشېد په وینا، چا ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.