محکمې عمران خان او مېرمن یې پر ۱۴ - ۱۴ کاله بند محکوم کړل

محکمې عمران خان او مېرمن یې پر ۱۴ - ۱۴ کاله بند محکوم کړل


  • 11 مياشتي دمخه (31/01/2024)
  • سمسور نیوز
  • 426

د پاکستان یوې محکمې پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌ بي ته د ۱۴ کاله بند سزا اورولې ده.    

دواړه تورن وو، چې په خپلې واکمنۍ کې یې دولتي ډالۍ ساتلي او پلورلي دي. 

د غویي په ۲۰مه عمران خان د اسلام اباد په یوې محکمه کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی و، چې لومړی اټک زندان کې و او له هغه وروسته اډیاله زندان ته ولېږدول شو.

تحريک انصاف ډلې د محکمې دغه پرېکړه يوه ټوکه او سياسي انتقام بللی دی. 

د دې ډلې وياند ﺭووف حسن ویلي، چې د پاکستان د محکمو تاﺭيخ د ډېرو بدو پېښو او بدو پرېکړو شاهد پاتې شوی دی. 

د دغې پرېکړې له مخې چې د پاکستان د احتساب محکمې کړې، بشرا بي‌بي او عمران خان ته د توشه خانې په مقدمه کې د ۱۴ کلونو بند سربېره ۱.۵ مېلیارده جرمانې د ټاکلو تر څنګ هغوی دواړه د ۱۰ کلونو لپاره نه شي کولی په دولتي څوکیو کار وکړي.