ډاكتر اشرف غني او ګردې ويرژلې کورنۍ ته يې


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سمسور حبیبي
  • 1258

د ډاګتر اشرف غني د ارواښادې مور بي بي د دردېدلي مرګ څړيکې تر ما او نورو کورنيو غړيو هم  راورسېدې او ستا د نورو دوستانو غوندې يې سخت ودردولو! نو، اجازه راکړئ، چې په دغه وير او ناورين کې درسره موږ هم يوځای اوښکې تويې کړو او د زړه له کومې خپلې ژورې خواشينۍ او خواخوږۍ  درڅرګندې کړو! ستاسې غبرګو ويرژلو او دردېدلو کورنيو ته له بښاند او لوراند څښتنه زغم او ستر اجر غواړو او مور بي بي ته د فردوس جنتونه! 
وياړ دې وي، پر داسې نېکمرغو ميندو، چې داسې بچي يې نړۍ ته راوړي او ورته د مېنې مينه يې په خپلو شودو کې ورکړې ده. د هغوی دې ارواوې ښادې وي او د دوی دې هېوادنۍ او وګړنۍ مينه همداسې تانده او ښېرازه!

سمسور حبیبي