د افغانستان پر سر امریکا ته د چین غبرګون؛ زموږ دریځ روښانه او له اوسني حکومت سره ښې اړیکې لرو

د افغانستان پر سر امریکا ته د چین غبرګون؛ زموږ دریځ روښانه او له اوسني حکومت سره ښې اړیکې لرو


  • 11 مياشتي دمخه (01/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 446

چین وايي، په بیجنګ کې د سرپرست حکومت د سفیر باور لیک منل یوه عادي دیپلوماتیکه پروسه ده.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین تېره ورځ خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان پر وړاندې د چین دریځ روښانه دی او تل یې د یو ښه ګاونډي او اوږد مهاله دوست په توګه د ټولو افغانانو پر وړاندې دوستانه بهرنۍ تګلاره تعقیب کړې ده.

وانګ ون بین هیله څرګنده کړې چې نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره خپل تعامل زیات او اوسنی حکومت وهڅوي چې د دوی اندېښنو ته ځواب ووايي.

نوموړی داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې د چین له لوري د  اسلامي امارت د سفیر باور لیک منلو په غبرګون کې امریکا ویلي وو، چې بیجنګ باید د کابل پر وړاندې خپل سیاست روښانه کړي؛ خو چین وايي، دریځ یې روښانه او تل یې له افغانستان سره ښې اړیکې پاللې دي.