سیګار: له افغانستان سره ۲.۹ میلیارده ډالر مرسته شوې

سیګار: له افغانستان سره ۲.۹ میلیارده ډالر مرسته شوې


  • 11 مياشتي دمخه (01/02/2024)
  • بصیره میاخیل
  • 400

د افغانستان د بیا رغوونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته له افغانستان سره ۲.۹ میلیارده ډالره مرسته شوې ده.

یاد سازمان په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مرسته  ملګرو ملتونو له لوري له بیلابېلو مرسته کوونکو ادرسونو راټوله شوې.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، د امریکا متحده ایالات له افغانستان سره په مرسته کوونکو کې تر ټولو مخکښ هېواد دی او ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو خیریه ادارو ته یې لږ تر لږه دوه اعشاریه شپږ میلیونه ډالر ورکړي دي، چې د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

سیګار دا راپور په داسې حال کې خپروي چې اوس مهال هم په کور دننه د فقر کچې زیاتېدو اندېښنې راپورته کړې دي.

څه موده وړاندې د خوړو نړیوال پرواګرام ویلي وو، چې روان کال هم افغانستان کې د فقر کچه په زیاتېدو ده.