مجاهد: د سرحداتو امنیت باید کلک شي

مجاهد: د سرحداتو امنیت باید کلک شي


  • 10 مياشتي دمخه (02/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 274

 

د ملي دفاع سرپرست وزیر یو وار بیا د سرحدونو پر ساتلو ټینګار کړی.

مولوي محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ د معاذ بن جبل ملي پوځي اکاډمۍ د محصلینو فراغت غونډې ته ویلي، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ به د سرحداتو کلکه ساتنه کوي.

نوموړي ویلي چې سرتیري باید له قومي، نژادي، او سمتي تعصب څخه ځانونه وساتي.
هغه فارغو محصلینو ته ویلي، چې د ملت شمتنې پر مصرف شوې او باید خپل مسولیت په سم ډول ادا کړي.
په ورته مهال بیا یادې غونډه ته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې ملت باید راضي شي، ترڅو له دوی سره اوږه په اوږه ودریږي.
د یادونې ده چې د ملي دفاع سرپرست وزیر وړمه ورځ له ازبکستاني پلاوي سره په کتنه کې هم ویلي، چې په سرحدونو کې یې امنیت ټینګ کړی او هڅه کوي چې په دې برخه کې نور ګړندي ګامونه هم واخلي.