برېټانیا له خپلو وګړو غوښتي، چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د برېټانیا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی دی، چې افغانستان ته دې سفر نه کوي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان کې وضعیت ښه نه دی او د ترورېستي بریدونو احتمال شته.
خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي، چې په افغانستان کې د برېټانوي وګړو د نیول کېدو احتمال هم خورا زیات دی.
بل لورته سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په دایې حال کې ده چې برېټانیا څو موده وړاندې هم له خپلو وګړو غوښتي وو، چې افغانستان کې ترهګزیز ګواښ موجود دی او له سفر دې ورته ډډه وکړي.