ایرانی چارواکی: افغانستان زمونږ حق‌آبه نه راکوي او پلمې کوي

ایرانی چارواکی: افغانستان زمونږ حق‌آبه نه راکوي او پلمې کوي


  • 11 مياشتي دمخه (04/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 384

د ایران د ابو او انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ویلي، چې سرپرست افغان حکومت د دوی د حق‌آبې په اړه پلمې جوړوي. 

ایراني رسنیو د محربیان له قوله ویلي، چې که افغانستان د  وروښتونو وروسته هم د دوی اوبه ورنه کړي تهران به له حقوقي او قانوني لارو کار واخلي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د هلمند سیند حق‌آبه یې د وزارت په لومړیتوبونو کې ده.

نوموړي دا د ایران حق بللی او زیاته کړې یې ده چې که ورنه کړل شي، موضوع به د نړۍوالو قوانینو په رڼا وڅېړي.    

که څه هم سرپرست حکومت تازه څه نه دي ویلي؛ خو له دې مخکې یې ویلي و، چې د وروښتونو په صورت کې د ایران حقابې ته ژمن دی.