د پاکستان د سرپرست حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ادعا کړې، چې افغانستان کې مرکزي حکومت شتون نه لري.
هغه تېره ورځ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان او افغانانو هېڅکله پاکستان ته خطر نه دی پېښ کړی.
کاکړ همداشان ویلي، که څه هم سرپرست حکومت افغانستان کې امنیت ټینګ کړ؛ خو په خبره یې چې لا هم مرکزي واک نه لري.
هغه زیاته کړې، چې په لنډه موده کې دا توقع لرل نامناسب کار دی.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د حکومت څرنګوالی د افغانانو کورنۍ مسئله ده.
دغه پاکستاني چارواکي خپلو خبرو کې ویلي، چې ولسمشر غني هم په دې بریالی نه شو، چې افغانستان کې یو مرکزي حکومت جوړ کړي.
بل لورته سرپرست حکومت لاهم د انوارالحق کاکړ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.