پر سوریه او عراق کې د امریکا بریدونه؛ روسیه: بېړنۍ غونډه دې راوبلل شي

پر سوریه او عراق کې د امریکا بریدونه؛ روسیه: بېړنۍ غونډه دې راوبلل شي


  • 11 مياشتي دمخه (04/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 408

روسیې په سوریه او عراق کې د امریکا د هوايي بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده. 

په ملګرو ملتوو کې د روسیې د دایمي استازي لومړي مرستیال دمیتري پولینسکي پرون ویلي چې پر سوریې او عراق د امریکا د بریدونو له کبله سولې او خوندیتوب ته د ورپېښ ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید عاجله غونډه وکړي.

امریکا وړمه شپه په عراق او سوریه کې په لسګونو هغه سیمې بمبارد کړې چې د دوی په وینا ایران پلوه وسله وال پکې مېشت وو.

دا بریدونه د تېرې اوونۍ د پیل د هغې حملې په ځواب کې وشول چې په اردن کې پر امریکایي ځواکونو شوي وو او درې امریکایي عسکر پکې وژل شوي وو.

د امریکا ولسشمر جوبایډن په یوه بیان کې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به نورې ورته حملې هم تر سره شي.