ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس جوړېږي

ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس جوړېږي


  • 10 مياشتي دمخه (05/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 376

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ویلي، چې راتلونکې اونۍ به په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ترسره شي.

لطف الله خیرخواه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په دې کنفرانس کې به د حکومت د لوړپوړو چارواکو تر څنګ د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو استادان او متخصصین په حضوري او انلاین بڼه ګډون ولري.  

د خیرخواه په خبره، په دې کنفرانس کې به د ۱۴۰ مقالو او څېړنو په وړاندې کولو سره، هڅه وشي چې له اقلیمي بدلون څخه د افغانستان د زیانمنېدو په اړه علمي پایلې او موندنې له نړیوالو سره شریکې او په دې برخه کې خپل غږ اوچت کړي.

ورته مهال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني یاد کنفرانس مهم بللی او ویلي یې دي، چې د دې کنفرانس له لارې به پر افغانستان باندې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو په اړه، د علمي مقالو او څېړنو پایلې له نړیوالو سره شریکې شي.