برېتانیا له افغانستان سره ۳۶،۵ میلیونه ډالر مرسته کړې

برېتانیا له افغانستان سره ۳۶،۵ میلیونه ډالر مرسته کړې


  • 7 مياشتي دمخه (06/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 328

ملګري ملتونه وايي، برېتانیا په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره شاوخوا ۳۶،۵ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې ده. 

د خوړو نړیوال پروګرام تېره شپه پر خپل اېکس خبر ورکړی، چې یادې مرستې افغانستان کې دوه میلیونه کسانو ته ځانګړې شوې، چې یو میلیون کسانو لپاره به غنم، نباتي غوړي او حبوبات وپېري او پاتې نورو ته به نغدې پیسې ووېشي چې د ژمي په موسم کې د اړتیا وړ خواړه واخلي.  

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ جرمني هم له افغانستان سره د پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه. 

د اوچا د معلوماتو له مخې، دغه اندازه مرسته به د روان کال په اوږدو کې د بشري مرستو په برخه کې ولګول شي.