جوبایډن: د افغانستان بانک شمتني همداسې کنګل ساتم

جوبایډن: د افغانستان بانک شمتني همداسې کنګل ساتم


  • 7 مياشتي دمخه (08/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 331

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، په متحدو ایالتونو کې د افغانستان د مرکزي بانک شتمني به د یوه بل کال لپاره هم کنګل وي.

سپنې ماڼۍ د بایډن له قوله ویلي، چې د ده د ۲۰۲۲م کال فرمان په روان ۲۰۲۴ کې هم د اجرا وړ دی.   

بایډن په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان بانک شتمنۍ په اړه فرمان صادر کړ، چې له مخې یې د دغې شتمنۍ نیمه برخه کنګل او په پاتې نوره یې سوېس کې امانتي صندوق ته ورکړل شوه. 

دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست افغان حکومت چارواکو په وار وار له امریکا غوښتي، چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.