امیري: د افغان ښځو ملاتړ باید قوي شي

امیري: د افغان ښځو ملاتړ باید قوي شي


  • 10 مياشتي دمخه (08/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 390

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د افغان ښځو ملاتړ باید نور هم قوي شي. 

مېرمن امیري تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د بېلابېلو هېوادونو، ملګرو ملتونو او افغانانو له لسو استازو سره یې د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ خبرې وکړې.

د نوموړې په خبره، پر افغان ښځو محدودیتونو ته په پام اړتیا ده، چې په ډله‌ییز او قوي ډول یې ملاتړ وشي. 

هغې په دې پیغام کې نه دي ویلي، چې په دغو کتنو کې یې په مشخص ډول له چا چا سره کتلي دي. 

نوموړې داسې مهال د افغان ښځو د ملاتړ پیاوړي کېدو غوښتنه کوي چې افغانستان ښځې او نجونې د زده کړو او کار له حقه بې برخې دي.