د رایې اچونې بهیر؛ بلوچستان کې د بریدونو خبر ورکړل شوی

د رایې اچونې بهیر؛ بلوچستان کې د بریدونو خبر ورکړل شوی


  • 7 مياشتي دمخه (08/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 356

نن سهار اته بجې د پاکستان د ملي او ایالتي پارلمانونو ټاکنو لپاره د رایې اچونې بهیر پیل شوی دی.   

د پاکستان د ټاکنو  کمېسیون چارواکي وايي، د رایې اچونې مرکزونه به د مازدیګر تر پنځو بجو د رایې ورکوونکو پر مخ پرانېستي وي. 

د رایې اچونې بهیر له پیل کېدو سره هممهال د بلوچستان په کیچ، تربت او یو شمېر نورو سیمو کې د ټاکنو کمېسیون پر کارکوونکو د بریدونو خبر ورکړل شوی دی.

ویل کېږي، پاکستان کې د امنيت د ټينګښت په موخه ټيليفوني او انټرنېټي خدمات هم پرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر ټاکنو یوه ورځ وړاندې هم بلوچستان کې دوه چاودنې وشوې.

د راپورنو له مخې، دغه چاودنې د ټاکنو نوماندانو دفترونو ته څېره وشوې، چې په پایله کې یې ۲۸ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۴۰ نور ټپیان شول.