ملګرو ملتونو له افغانستان سره ۳،۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه

ملګرو ملتونو له افغانستان سره ۳،۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه


  • 7 مياشتي دمخه (08/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 280

د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون وجهي صندوق په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره د ۳،۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. 

د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا پیسې به له پاکستان څخه د اېستل شویو کډوالو د ملاتړ او نغدي مرستو په برخه کې ولګول شي. 

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، په دې لړ کې به نږدې ۳۳ زره کورنۍ له نغدي مرستو برخمنې شي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اوچا تازه په یو راپور کې ویلي، چې روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې څه باندې ۱۷ میلیونه اړمن کسان مرستو ته اړتیا لري.