تحریک انصاف ګوند د نوي حکومت جوړولو لپاره چمتووالی اعلان کړ

تحریک انصاف ګوند د نوي حکومت جوړولو لپاره چمتووالی اعلان کړ


  • 2 مياشتي دمخه (09/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 274

اېکسپرېس ټریبیون د خبر له مخې، د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر ګوهر علي خان ویلي چې ګوند یې دا مهال په قومي اسمبلۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰ څوکیو کې مخکښ دی.

هغه زیاته کړې، چې ګوند به د مرکز او خیبر پښتونخوا ایالت کې د پنجشنبې په ټاکنو کې د لوړې بریا وروسته حکومت جوړ کړي.

د رای اچونې له پای ته رسیدو او بیا شمیرلو څخه  وروسته لا هم د ټاکنو پایلې په رسمي توګه نه دي اعلان شوي.

تېره ورځ د پاکستان سراسري ټاکنې ترسره شوې چې د ملي او ایالتي جرګو استازو ته په کې رایې ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې عمران خان او د تحریک انصاف مشر او مرستیال شاه محمود قریشي په زندان کې دي.