د افغانستان کرکټ بورډ وايي، سږ کال د هېواد په اوو ولایتونو کې په اساسي ډول د کرکټ اکاډمۍ جوړوي.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات تازه مرکه کې ویلي، چې دغه اکاډمۍ په لغمان، تخار، بدخشان، بلخ، هرات، میدان وردګو او پکتیکا کې ولایتونو کې جوړې شي.
سادات زیاته کړې، چې یادې اکاډمۍ به ټولې اسنتیاوې ولري، چې د کرکټ مینه والو ستونزې به ورسره حل شي.
د هغه په خبره، کرکټ بورډ په تېر میلادي کال کې هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د کرکټ د اکاډمیو پر بیارغونه کار کړی دی.
کرکټ بورډ دا خبر داسې مهال ورکوي، چې اوسمهال په هېواد کې د ګوتو په شمېر د کرکټ اکاډمۍ فعالې دي، چې د کرکټ مینهوال یې له ستونزو سره مخ کړي دي.