ایران تېرو ۱۵ ورځو کې ۲۰ زره افغان کډوال هېواد ته راشړلي

ایران تېرو ۱۵ ورځو کې ۲۰ زره افغان کډوال هېواد ته راشړلي


  • 10 مياشتي دمخه (10/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 460

ایران په تېرو ۱۵ ورځو کې تر ۲۰ زرو زیات افغان کډوال نیولي او په جبري ډول افغانستان ته راستانه کړي دي.

د ایران د رضوی خراسان ولایت سرحدي قوماندان، مجید شجاع وايي، چې دا کسان د دوغارون بندر له لارې افغانستان ته لېږل شوي دي. 

ایسنا خبري آژانس د ښاغلي شجاع له قوله ویلي، چې دغو کسانو ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

دغه ایراني چارواکي خبرداری ورکړی، چې په ایران کې د غیرقانوني کډوالو لپاره ځای نشته او دوی یې وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راېستلو لړۍ تېزه شوې ده.