پر داوړ برید ته د غني غبرګون: د جبر او استبداد ټغر به اخر ټولېږي

پر داوړ برید ته د غني غبرګون: د جبر او استبداد ټغر به اخر ټولېږي


  • 11 مياشتي دمخه (10/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 446

پخواني ‏ولسمشر محمد اشرف غني د ملي جمهوري غورځنګ پر مشر محسن داوړ نننی برید په سختو ټکو غندلی دی.

ښاغلي غني دغه برید ته په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، « د ازادۍ او عدالت دښمنانو تل د هغو غورځنګونو او شخصیتونو د له منځه وړلو هڅه کړې، چې د ازادۍ مین قومونو د سیاسي حقونو لپاره مبارزه کوي، د استبداد پر ضد درېږي او خپلو ولسونو ته د بشري لومړني حقونه غواړي. زه باور لرم، چې په دې ظالمانه اعمالو د ازادۍ غږونه نه شي بندولی، هر څه بدلېدونکي دي، د جبر او استبداد دا ټغر به اخر ټولېږي.»

پر محسن داوړ نن سهار د بلوچستان په میرانشاه کې برید وشو، چې په پایله کې یې نوموړی او د څنګ څلور ملګري یې ټپیان شول.

ګڼو افغان او پاکستاني سیاستوالو پر ښاغلي داوړ ننني برید ته غبرګون ښودلی او دا یې د پاکستاني حکومت کار بللی دی.