عاصم منیر پاکستاني ګوندونو ته: شرم دی، ناندرۍ مه وهئ!

عاصم منیر پاکستاني ګوندونو ته: شرم دی، ناندرۍ مه وهئ!


  • 10 مياشتي دمخه (11/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 422

سره له دې چې پاکستان کې د ټاکنو وروستۍ پایلې لاهم نه دي اعلان شوې؛ خو بیا هم یو شمېر ګوندونو د ګډ حکومت او د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنو ازادو بریالیو نوماندانو د خپل حکومت د جوړولو هڅې پیل کړې.

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز ویلي، ټاکل شوې چې نن د مسلم لیګ‌ن ګوند مشر نواز شریف د پیپلز ګوند له مشر اصف علي زرداري سره د ایتلافي حکومت د جوړولو په اړه په یو شمېر اختلافي مسائلو خبرې وکړي.

تېره ورځ هم اصف زراداري او شهباز شریف د ګډ حکومت د جوړولو په  اړه لومړنۍ خبرې کړې وې.

په ورته مهال بیا د تحریک انصاف ګوند سرپرست مشر ګوهر علي خان تېره ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي چې اکثریت چوکۍ یې ګټلې او حکومت د دوی دی.

په ورته مهال بیا د پاکستان د پوځ مشر له ګوندونو غوښتي چې ائتلافي حکومت جوړ کړي.

عاصم منیر ویلي، ټاکنې بشپړ ګټوونکی او بشپړ بایلونکی نه لري، بلکې یوازې ولس ته خدمت دی.

د منیر په خبره، د ۲۵۰ میلیونه وګړو لرونکو هېواد سیاسیتوالو سره قطبي کوونکی سیاست نه ښايي او په کار ده، چې یو او بل ته لاس ورکړل شي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د رسمي معلوماتو پر بنسټ، د پنجشنبې ورځې په پارلماني ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنو خپلواکو نوماندانو ۹۲، مسلم لیګ ن ۷۶ او پیپلز ګوند ۵۴ چوکۍ ګټلي دي.