روسیه: د اقلیم بدلون ناستو کې دې افغان استازي ته برخه ورکړل شي

روسیه: د اقلیم بدلون ناستو کې دې افغان استازي ته برخه ورکړل شي


  • 11 مياشتي دمخه (11/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 324

روسیې د اقلیم بدلون په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د استازي په ګډون ټینګار کړی.

د روسیې د جمهور رییس سلاکار او د اقلیم بدلون په برخه کې د جمهور رییس ځانګړي استازي روسان عادلګییرف تېره ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان استازي باید د اقلیم بدلون په نړیوالو ناستو کې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې هېواد به یې په کاپ۲۹ ناسته کې د افغان استازي پر ګډون ټینګار وکړي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او له عادلګییرف یې غوښتي چې د چاپېریال ساتنې او د ځنګلونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان په اړوندو ادارو کې کارکوونکو ته روزنه ورکړي.

د متقي په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د سطحې پر لوړولو سره ګڼو برخو کې پرمختګونه راغلي دي.

روسیه په داسې حال کې د اقلیم بدلون په نړیوالو ناستو کې د افغان استازي پر شتون ټینګار کوي، چې تېره ورځ په ننګرهار پوهنتونو کې هم د اقلیم بدلون په اړه یو کنفرانس پیل شو، چې د ګڼ شمېر هېوادونو استازو په کې برخه اخیستې.