ورزش ګټور دی؛ خو کوم ورزش؟

ورزش ګټور دی؛ خو کوم ورزش؟


  • 11 مياشتي دمخه (11/02/2024)
  • ډاکټر امان شمس
  • 702

ورزش په وجود کې د يوې کېمياوي مادې چې ډوپامين نوميږي مقدار لوړوي او هغه بيا انسانانو ته د دې قدرت ورکوي چې له روزانه ژوند څخه خوند واخلي او خوشحاله وي.

ورزش دا معنا نه لري چې يو انسان به حتماً پر خپل ځان زحمت او مشقت تېروي بلکه هغه ورزش وکړئ چې تاسو ته خوند درکوي او همېشه يې کولای شئ.

مثلاً:

پياده تګ خوند درکوي، و يې کړئ!

منډه خوند درکوي، و يې کړئ!

بايسيکل چلول خوند درکوي، و يې کړئ!

اتڼ خوند درکوي، و يې کړئ!

توپ ډنډه خوند درکوي، و يې کړئ!

د خوسي لوبه خوند درکوي، و يې کړئ!

جېم ته تګ خوند درکوي، و يې کړئ!

واليبال خوند درکوي، ويې کړئ!

کرکټ خوند درکوي، و يې کړئ!

فوټبال خوند درکوي، و يې کړئ!

مقصد چې هر ورزش ته لاسرسی لرئ او تاسو ته خوند درکوي او همېشه يې کولای شئ هغه کړئ.