د سمنګان په ولایتي روغتون کې یوې مور د خپلې امیندوارۍ پر څلورمه میاشت درې ماشومان زېږولي دي.
د سمنګانو د ولايتي روغتون رييس ډاکټر سيد عثمان حميدي وايي، چې په نویو زېږدلیو ماشومانو کې دوه نجونې او يو هلک دى.
له دې ډلې د دوو تنو ماشومانو وزن دوه او د بل یو کیلو ښودل شوی دی.
د حميدي په وينا، د مور او ماشومانو روغتيايي حالت ښه دى.