د حکومت اقتصادي مرستیال؛ له روسي چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی

د حکومت اقتصادي مرستیال؛ له روسي چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی


  • 11 مياشتي دمخه (12/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 399

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د روسیې د جمهور رییس له ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې.

له اقتصادي معاوونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ پر دوو اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، د اقلیمي بدلون په برخه کې پر ګډې همکارۍ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخوالي خبرې کړې دي.

دواړو لورو ټینګار کړی، چې هیچاته باید د دغو اړیکو خرابولو اجازه ورنه کړل شي.

اقتصادي مرستیال ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې غوره فرصت رامنځته او په افغانستان کې یې د روسیې پانګوالو پانګونې ته تمه ښوودلې ده.

په همدې حال کې عادلګیرییف ویلي چې اوس مهال ګڼ روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي.

د یادونې ده چې نوموړي وړمه ورځ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره هم کتلي وو.