سرپرست حکومت: غزه کې دې د روانې ټول‌وژنې مخه ونیول شي

سرپرست حکومت: غزه کې دې د روانې ټول‌وژنې مخه ونیول شي


  • 11 مياشتي دمخه (12/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 303

د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین پر رفح ښار د اسراییلو برید غندلی او د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.    

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په رفح ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر فسلطینیانو پناه اخیستې او په دغه ښار برید به روان ناورین لا پسې ژور کړي.

په خبرپاڼه کې سرپرست حکومت پر ټولو نړۍوالو او سیمه ییزو اغېزمنو دولتونو غږ کړی، څو په غزه کې روانې "ټول‌وژنې" ته د پای ټکی کېږدي او د دغه ناورین د حل لپاره لاره هواره کړي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، پر رفح ښار د اسرایلي ځواکونو په هوایي او سمندري بریدونو کې شاوخوا ۴۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور هم ټپیان شوي دي.