بهرنیو چارو وزارت: پر رفح ښار به د اسرائیلو بریدونه روان بحران نور هم ژور کړي

بهرنیو چارو وزارت: پر رفح ښار به د اسرائیلو بریدونه روان بحران نور هم ژور کړي


  • 11 مياشتي دمخه (12/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 375

د افغانستان اسلامي امارت د غزې پر رفح ښار د اسرایئېلو وروستي بریدونه وحشیانه بللي دي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی دا بریدونه په کلکو ټکو غندي او د سملاسي درېدو غوښتنه یې کوي.
په اعلامیه کې راغلي، دا ډول بریدونه به فاجعه نوره هم لویه او روان ناورین به لاپسې ژور کړي.

اسلامي امارت پر نړیوالو او سیمه‌ییزو مؤثرو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو غږ کړي چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټولوژنې مخه ونیسي او د دې قضیې اساسي حل ته لار اواره کړي.

د یادونې ده چې په رفع ښار د اسرائیلو بریدونو په پایله کې تر اوسه د ۳۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.