بروکسل ته د لوېډ اسټین سفر لغوه شو

بروکسل ته د لوېډ اسټین سفر لغوه شو


  • 8 مياشتي دمخه (13/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 318

یوه امریکايي چارواکي ویلي، وروسته له دې چې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین په روغتون کی بستر شو او دنده یې مرستیالې ته سپارل شوې، بروکسل ته د هغه سفر هم لغو شو.
ټاکل شوې وه چې اسټین د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه کې د ناټو د غړو هېوادو د دفاع وزیرانو په غونډه او یوه ورځ مخکې له هغه د اوکراین د تماس له ډلې سره په جلا غونډو کې ګډون وکړي.
 اسټین د یکشنبې په ورځ د روغتیایي ستونزې له کبله، د جدي څارنې په خونه کې بستر شوی.