روان میلادي کال؛ نږدې ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه راستنیږي

روان میلادي کال؛ نږدې ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه راستنیږي


  • 2 مياشتي دمخه (13/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 148

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په نوي میلادي کال کې به نژدې نیم میلیون افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې به شاوخوا ۴۸۳ زره ۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شي چې په سلو کې ۹۸ به یې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د اوچا د معلوماتو له مخې، د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ربع کې نژدې نیم میلیون افغانان خپل هېواد ته را ستانه کړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، افغانستان د بېځایه شویو خلکو د شمېر له پلوه په جنوبي آسیا کې لومړی او په ټوله نړۍ کې دویم ځای لري