د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، زرګونه مستحقو کسانو ته یې ۱۰ نیم میلیارده افغانۍ نقدي مرسته وېشلې ده.
د یاد وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش ویلي، چې په دې کسانو کې یتیمان، کونډې او معلولیت لرونکي شامل دي.
هغه همدا راز ویلي، چې دې کسانو ته دا پیسې د بانکونو له لارې وېشل شوې، چې ټول شمېر یې له شپږ لکو اوړي.
د ښاغلي خاموش په خبره، دا پیسې دې کسانو ته هره میاشت ورکول کېږي.
د مرستې د وېش دا خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې لاهم ګڼ شمېر هېوادوال له سختې بې وزلۍ شکایت کوي او نیوکه کوي، چې مرستې ورته نه رسېږي.