په قرغزستان کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې جوړېدل
ټاکل شوې ده چې نن چهار شنبه په قرغزستان کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت غونډه جوړه شي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکلاسن، د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره د دې ټولنې ځانګړې استازې تیري هاکلا او د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
د یادونې ده چې د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې تیري هاکلا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن د سې شنبې په ورځ بشکیک ته رسېدلي دي.
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د بیشکک په غونډه کې به د افغانستان پر اجتماعي-اقتصادي وضعیت، له افغانستان سره د مرستو په اړه، همدا راز په افغانستان کې د مخدرو موادو د قاچاق او د تروریستي فعالیتونو پر ضد د دولتونو پرهڅو خبرې وشي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې ورته غونډې په بروکسل ، تاشکند او قزاقستان کې هم جوړې شوې وې.