زیلنسکي: له امریکا مننه؛ مونږ چې څه غوښتل همغه یې راکړل

زیلنسکي: له امریکا مننه؛ مونږ چې څه غوښتل همغه یې راکړل


  • 8 مياشتي دمخه (14/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 360

 

 

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي د امریکا د سنا مجلس له هغې  پرېکړې هرکلی وکړ چې له اوکراین سره یې د یو شپیته میلیارد ډالرو مرسته تصویب کړه.

نوموړي ویلي  دوی له امریکا څخه مثبت خبرونه ترلاسه کړي دي او زیاتوي چې د امریکا سنا مجلس  د اوکراین له پوځیانو ملاتړ کړی.

زلنسکي ویلي، دا هغه پرېکړه ده چې اوکراین ورته په تمه وو .

د امریکا مشرانو جرګې پرون له اوکراین سره د یوشپیته ملیارد ډالرو اقتصادي او نظامي مرسته تصویب کړه، خو بل لور ته د امریکا استازیو جرګه چې جمهوري غوښتونکي پکې اکثریت دي، وایي چې دا مرسته به تایید نه کړي.

د یادونې ده چې د اوکراین ولسمشر په وار وار له امریکا غوښتي چې د روسیې د برید په وړاندې یې ملاتړ ته دوام ورکړي او په وینا یې له دې پرته روسیه نه شي ماتولی.