متقي: که شرایط مو ونه منل شي، د دوحې په ناسته کې ګډون نه کوو

متقي: که شرایط مو ونه منل شي، د دوحې په ناسته کې ګډون نه کوو


  • 10 مياشتي دمخه (15/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 281

بهرنیو چارو وزارت وايي، که د دوحې ناسته کې د دوی او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسائلو په اړه مانا دارو سلا مشورو فرصت برابریږي، نو ګډون په کې غوره او ښه فرصت دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د دغه وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د روسیې فدراسیو له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کتنه کې ویلي چې که د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت شرایط په پام کې نه نیول کېږي؛ نو په دغه ناسته کې د دوی نه ګډون غوره دی.

د متقي په خبره، دوی د خپل پلاوي د احتمالي ګډون د شرایطو په اړه خپل دریځ شریک کړی دی.

په همدې حال کې د روسیې سفیر ویلي، چې د افغان حکومت دریځ یې درک کړی او له روسیې سره به یې شریک کړي.
د دوحې ناسته د روانې فبروري میاشتې په ۱۸مه او ۱۹ مه نېټه پیلیږي، چې اسلامي امارت ته هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.