د اوکراین پوځ ادعا کړې چې په کریمیا ټاپو کې یې د روسیې یوه لویه پوځي کښتۍ له منځه وړې ده.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، له دغې کښتۍ څخه د پوځي عملیاتو او استخباراتي چارو لپاره کاراخیستل کیده.
یاده کښتۍ د کریمیا ټاپو د الوپکا په سیمه کې د اوکراین بې پیلوټه الوتکو په نښه کړې ده.
بل لورته بیا د کریمیلین ویاند دیمیتري پسکوف د اوکراین د پوځ دا ادعا له حقیقت لرې بللې دي.