د سرو زرو معبد( طلایي معبد)

د سرو زرو معبد( طلایي معبد)


  • 10 مياشتي دمخه (15/02/2024)
  • لطیف یاد
  • 871

د سرو زرو معبد( طلایي معبد)

(Golden Temple)

-------------------------

دسروزرو معبد ( طلایي معبد) چې په (Golden Temple) سره مشهور دی دهند دپنجاب په امرتسرکې چې زموږ دهیواد ځینې خلک یې امبرسر بولي دسیکانو ستره ګورودواره ده چې دوی یې د(دربار صاحب) په نامه هم یادوي.

ددې معبد بنسټ دسیکانو دڅلورم ګورو او لارښود (ګورو رامداس ) له خوا اېښودل شوی دی.

دسروزرو معبد ( طلایي معبد) دنړۍ دټولو سېکانو لپاره یو سپيڅلی عبادتځي ګڼل کیږي او دسیکانو مذهبي کتاب ( ګورو ګرنت) پکې ایښودل شوی دی.

دسکھ مت( سکهیزم ) دمذهب بنسټ ایښودونکی ګورو نانک دی چې په هند کې دپښتنو لودیانو د لومړني واکمن سلطان بهلول لودي دواکمنۍ (1451–1489زیږدیز ) پر مهال یعنې د۱۴۶۹ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په پنځلسمه نېټه داوسني پاکستان لاهور ته څېرمه د(تلواندي) په کلي کې چې نن سبا یې( ننکانه صاحب) بولي زیږیدلی و . پلاریې مهتا کالوچند نومیده او د مورنوم یې ماتا ترپتا و . ګورونانک دکوچنیوالی نه یو متفکر انسان و . ده خپلې زده کړې دهندو برهمن پنډتا نو او مسلمانو ملایانو نه ترسره کړي دي او د دواړو مذهبونو اسلام او هندوئیزم په اړوند یې بشپړ معلومات درلودل .

همداراز نوموړی دبکهتي غورځنګ چې په هندوستان کې یې دټولنیزو نا انډولیو او دکاسټ دطبقاتی سیسټم پر خلاف مبارزه کوله تر اغیزې لاندې هم راغلی و .

ګورو نانک پر واحد خدای عقیده درلوده او موحد و . ده خدای ته د ستیا نام یا حق نوم ورکړی و . ده به ویل چې خدای هغه واحد ذ ات دی چې ټول ځواک دده په لاس کې دی او تر هرڅّه لوړ او انتها نلري . دده په اند که یو انسان و غواړی چې دخدای رضا او خوشالي ترلاسه کړي نو باید له پنځو شیانو نه ډډه وکړي او هغه پنځه شیان دادي : شهوت ، غوسه ، حرص ، ځان ستاینه او غرور. ده پر کرما یا دښوکړو وړو پر فلسفې عقیده درلودله او ویل به یې : ( ای نانکه ! پرته له ښو کړو وړو او عملونو څنګه کولای شې چې دخپل خدای رضا او خوشالي ترلاسه کړې؟)

که دده ژوند لیک ولولو نو ده دهند دننه او دهند نه بهر سفرونه هم کړي دي . ده په دغو سفرونو کې دهند بیلا بیلې برخې لیدلي او هم یې سریلانکا ، نیپال ، تبت، افغانستان ، ترکیې او عربي هیوادونو ته هم سفرونه کړي دی او په دغو سفرونو کې یې داسلامی عالمانو سره لیده کاته شوي دي . په عربی هیوادونو کې سوریې ، عراق او سعودی ته تللی دی او دمکی معظمې او مدینې منورې زیارتونه یې هم له نږدې لیدلي دي .

دګورو نانک تعالیم دده په کتابونو کې چې سکهانو ته مقدس او سپیڅلي دی لیدلای شو . سکهانو ته مقدس یا سپیڅلی کتاب (ګورو ګرانت ) نومیږي چې ۹۷۴ بهجنونونه یا منظومې دینی مو عظې دي او دپنجابي ژبې په ګورموکهي لیکدود ( رسم الخط ) لیکل شوی دی. همدا راز( جپ جي صاحب ) دګورو نانک بل کتاب دی چې مذ هبي دعاګانې پکې دي .

همداراز دسیک مذهب پیروان پنځه شیان باید عملی کړي او هغه عبارت دی: ۱- کیس ، یعنی: دسر او ږیرې ویښتان به پریږدي او هغه به نه خریي ۲- کرپان یعنې یوه توره یا پیش قبضه به دځانه سره ګرځوي ۳۔ کچھا یا نیکربه اغوندي ۔۴-۔ کنگھا یا دویښتانو ږمنځ به له ځانه سره ساتي ۵- کړه :دلاس یو فلزي بنګړی به په لاس کې اچوي .

ګورو نانک د۱۵۳۹ زیږدیز کال د سپتمبر په ۲۲ نیټه دهند دپنجاب په کرتارپور کې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړي دي .

دسکهانو شمیر په ټوله نړۍ کې د (۳۰ )ملیونو تنو په شا او خواکې دي چې زیاتره یې دهند دپنجاب په ایا لت کې ژوند کوي او پاتې یې دنړۍ په نورو هیوادونو لکه امریکې ، کاناډا ، انګلستان او نورو هیوادونو کې اوسیږي .

دګو رو نانک تر مړینې وروسته نور نهه ګورو یا دسیک دمذهب لارښودونکي رامینځ ته شوي دي چې نومونه یې دادي :

۱- ګورو انګد

۲- ګورو امر داس

۳- ګورو رام داس

۴- ګورو ارجن دیو

۵- ګورو هرګوبیند

۶- ګورو هررای

۷- ګورو هر کشن

۸- ګورو تیغ بهادر

۹- ګورو ګو بیند سینګ

باید زیاته کړم چې ما دغه معبد دوه ځلې لیدلی دي .یو ځل په ۱۹۷۶ زیږدیزکال کې چې زه دهند دپنجاب په پوهنتون کې زده کوونکي وم اوبل ځل مې په ۲۰۰۰ زیږدیزکال کې چې د هندپه پلازمیینې ډیلي کې اوسیدلم امرتسر ته لاړم اودغه معبد مې ددویم ځل لپاره ولید.

په لاندیني انځور کې دهند دپنجاب په امرتسر کې دسروزرو معبد لیدلی شئ !