د نړیوال بانک نوې کړنلاره؛ له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته چمتو شوې

د نړیوال بانک نوې کړنلاره؛ له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته چمتو شوې


  • 7 مياشتي دمخه (16/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 402

نړیوال بانک له افغانانو سره د اړیکو لپاره یوه نوې کړنلاره تصویب کړې، چې پر اساس به یې افغانستان سره د مرستو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره بودجه چمتو شي.

د یاد بانک ویاند فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د اجرايي بورډ له تائید وروسته به د ۳۰۰ میلیونو ډالرو دا مرسته به د « نړیوالې پراختیايي ټولنې» له لوري افغانستان ته ورکړل شي.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس، دغه مرسته به په ۱۵ میاشتو کې افغانستان ته ورکړل شي، چې ورسره به د کاسا زر پروژې چارې هم پیل شي.

یاد بانک ویلي، چې دا مرسته به د اسلامي امارت له کنټروله بهر وي او په ټولو هغو لومړنیو خدمتونو کې به ولګول شي، چې مېرمنو ته یې ګټه رسیږي.

د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یاد بانک په افغانستان کې د خپلو ټولو اړوندو پروژو چارې په ټپه درولې وې.