خلیلزاد: اشرف غني د واک وېش منلی وو؛ خو بیا یې هم پښې سپکې کړې

خلیلزاد: اشرف غني د واک وېش منلی وو؛ خو بیا یې هم پښې سپکې کړې


  • 5 مياشتي دمخه (16/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 391

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې پخوانی جمهور رییس محمد اشرف غني له اسلامي امارت سره د واک وېش منلې و  او په پام کې وه چې د ۲۰۲۱ سپټمبر کې ګډ حکومت خپلې چارې پیل کړي.

نوموړي د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې له لوري « د بایډن اداره څنګه د دوحې د تړون په پلي کولو کې ناکامه شوه» تر سر لیک لاندې جوړې شوې غونډه  کې ویلي چې له هېواد څخه د محمد اشرف غني وتل د سیاسي انتقال پر وړاندې خنډ شول.
د هغه په خبره، که غني له کابل څخه وتلی نه وی، نو د اسلامي امارت ځواکونه د دوحې د هوکړې پر اساس کابل ته نه داخلېدل.

نوموړي په ورته مهال ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د امنیت په برخه کې د دوحې تړون ژمنې عملي کړې دي.

په یاده غونډه کې امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال ویلي، چې بایډن د دوحې تړون په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.
هغه ویلي بایډن په بشپړ ډول د دوحې تړون نه دی پلی کړی او له افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرداري له پامه غورځولي وي.

دغه استعمایه ناسته کې ویل شوي، چې د بایډڼ اداره د افغانستان په اړه د ټرمپ له ادارې ډېره پړه ده.

د یادونې ده چې د  ۲۰۲۱ کال د اګست  په ۱۴مه  کابل ته د اسلامي امارت د ځواکونو له داخلېدو وروسته پخوانی جمهور رییس اشرف غني کابل پرېښود او تر هغې وروسته اسلامي امارت واک ته ورسېده او  سرپرست حکومت یې جوړ کړ؛ خو تر اوسه هیڅ  هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.