د خوړو نړیوال پرواګرام: مرسته دې راسره وشي، چې له افغانانو سره مرسته وکړو

د خوړو نړیوال پرواګرام: مرسته دې راسره وشي، چې له افغانانو سره مرسته وکړو


  • 7 مياشتي دمخه (16/02/2024)
  • 339

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

یاد پروګرام ویلي، چې تېر کال یې ۱۹ میلیونه اړمنو کسانو ته مرستې رسولې، چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان وو.
د سرچینې د مالوماتو پر اساس،  د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له افغانانو سره د مرستو لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا لري.

یاد پرواګرام په داسې حال کې د خپلې اړتیا وړ مرستې یادونه کوي، چې تر دې وړاندې ګڼ شمېر نورو مرستندویه ادارو د بودجې د کمښت له کبله په افغانستان کې خپلې مرستې کمې کړې دي.

د یادونې ده، چې لاهم تر ۲۹ میلیونو ډېر افغانان مرستو ته اړتیا لري.